نړۍ

شي جین‌پینګ د چین او امریکا ترمنځ پر خبرو اترو او همکارۍ د پیاوړتیا ټینګار وکړ

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې وویل، چې بیجینګ او واشنګټن باید خپلې اړیکې، خبرې اترې او همکاري پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ له تقابل څخه ډډه وشي.

شي جین‌پینګ د چین او امریکا اړیکې د دواړو هېوادونو او د نړۍ د پرمختګ لپاره مهمې وبللې او ویې ویل، چې صریحې، ژورې او دوامدارې خبرې اترې کولی شي د متقابل درک او باور په زیاتېدو کې مرسته وکړي؛ هغه همداراز د ترینګلتیاوو د مدیریت لپاره د دواړو هېوادونو د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د دایمي اړیکو د کانالونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

د چین ولسمشر همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ډیپلوماتیکو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه او د مستقیمو الوتنو او دوه‌اړخیزو اړیکو زیاتول یې د همکارۍ له برخو څخه وبلل.

شي جین‌پینګ د خپلو خبرو په بله برخه کې له امریکا او ایران څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل پر لور بېرته راوګرځي او هیله یې څرګنده کړه چې تهران او واشنګټن د اختلاف وړ مسئلو، په ځانګړي ډول د اټومي موضوع په اړه، هوکړې ته ورسېږي.

ډونالډ ټرمپ هم له شي جین‌پینګ سره خپلې اړیکې یوه ټینګه ملګرتیا وبلله او ویې ویل، چې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو، لکه سوداګرۍ، امنیت، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا کې پرمختګ کړی دی؛ هغه همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا متوازنو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د هڅو خبره وکړه.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36449?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button