د ازبک رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د پخواني پوځ اووه بلیک هاک چورلکې، چې ازبکستان ته لېږدول شوې وې، امریکا ته لېږدول شوې دي.
د دغو راپورونو له مخې، د پخواني افغان پوځ ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې په ازبکستان کې ساتل شوې وې، چې له دې ډلې اووه یې امریکا ته واستول شوې.
د ازبکستان د وسله والو ځواکونو د ۳۳مې ورځې په مناسبت په واشنګټن کې د ازبکستان په سفارت کې په جوړو شویو مراسمو کې؛ د دواړو هېوادونو چارواکو د اړیکو په پیاوړتیا او په دفاعي او امنیتي برخو کې د نږدې همکارۍ په ساتلو ټینګار کړی، په ځانګړې توګه د افغانستان او سیمه ییز ثبات په اړه.
په متحده ایالاتو کې د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف اعلان وکړ چې تاشکند چمتو دی چې له واشنګټن سره په ټولو برخو کې همکاري پراخه کړي.