رویټرز خبري اژانس د روسیې د صادراتو او کرنې ادارې په حواله راپور ورکړی چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو ترټولو لوی پیرودونکی و.
د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه واخیستل، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله دوه چنده زیات دي.
په همدې کال کې، روسیې بهرنیو هیوادونو ته د ټولټال ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت اوړه صادر کړل.
د رویټرز په وینا، له افغانستان وروسته، چین او ترکمنستان د روسیې د اوړو نور لوی پیرودونکي وو.