د انادولو خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د ټرانسپورټ وزارت اعلان کړی چې د دغه هیواد د مرستو ۲۱مه بیړۍ په ۵۱ واګونونو کښې ۷۲۳.۸ ټنه بشري مرستې د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته ولیږدول شوې دي.
د راپور له مخې، په دې مرستو کې څلور زره خېمې، ۴۳ زره کمپلې، پنځه زره د پخلنځي لوښي او لس زره خوراکي توکي چې اوړه، جامې او روغتيايي توکي پکې شامل دي شامل دي.
تر دې مخکې د ترکیې له خوا د بشري مرستو شلمه جوپه له ۶۰۰ ټنو څخه په زیاته اندازه مرسته په ۴۳ واګونونو کې د روان کال په جون میاشت کې افغانستان ته رالېږل شوې وه او په ۱۵ ورځو کې دغه هېواد ته راورسېده.