د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د بایډن د ادارې د ناکامو سیاستونو پایله ګڼلې ده.
ډونلډ ټرمپ دا هم ویلي چې له افغانستانه د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل حماقت دی او پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم دی.
هغه زیاته کړه: “موږ هیڅ ډول نظامي تجهیزات نه پریښودل، حتی د 10 سینټ ارزښت هم نه … موږ ټول بولټونه راوړو.”
په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور ګډوډ پای تل د جمهوري غوښتونکو له خوا نیوکې شوي دي.
له وتلو وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلل.
هغه په ډاګه کړه چې که بایډن په واک کې وای، طالبان به له امریکايي تجهیزاتو سره پوځي پریډ نه شي ترسره کولی.
فاکس نیوز د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه راپور ورکړ چې ټرمپ دغه څرګندونې په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.