د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپلو جلا جلا ناستو کې د افغانستان د وضعیت د پایلو، د بشري حقونو د سرغړونو او د دغه هېواد پر امنیتي او بشري ننګونو خبرې کړې دي.
نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۳مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت د هغې د اغېز په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو او د غړو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ښځو د حقونو، بشري مرستو او پر رسنیو د محدودیتونو په اړه خبرې وشوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په خپلو خبرو کې د بشري حقونو ننګونو او د رسنیو وضعیت ته اشاره وکړه او د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې یې ګواښونه وکړل.
په همدې حال کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې هم له افغانستان څخه د امریکا د وتلو سیاسي او امنیتي اغیزې څیړي.