افغانستاننړۍ

قطر له افغانستان سره څلور امبولانسونه مرسته وکړه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ (۲۴ لړم) یوه الوتکه چې څلور امبولانسونه او نورې طبي مرستې په کې بار وې کابل ته راورسیدې.

دغه وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه مرستې د عامې روغتیا وزارت مرستیال بخت الرحمن شرف او په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر میردیف بن علي القشوتي له خوا ترلاسه شوې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه مرستې د دغه هېواد د هڅو او د افغانستان له «وروڼو خلکو» سره د ملاتړ او ودرېدو او د هغوی د مهمو اړتیاوو د پوره کولو د ټینګې ژمنې په چوکاټ کې شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button