افغانستاننړۍ

د ایران، چین، روسیې او پاکستان چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې روسیه، چین، ایران او پاکستان دې نتیجې ته رسېدلي، چې د دغه هېواد له اوسنیو واکمنو چارواکو سره له خبرو او همکارۍ پرته په افغانستان کې د حل لاره نشته.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیرانو ترمنځ په څلور اړخیزه غونډه کې شوې دي.

د افغانستان په اړه دا څلور اړخیزه غونډه د ایران په غوښتنه او د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button