د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره په لبنان باندې د صهیونیسټ رژيم وروستۍ وحشیانه حملې چې په نتیجه کښې یې د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو بې ګناه خلک شهیدان شول په سختو ټکو غندلي دي.
په دغه اعلاميه کښې راغلي دي چې په غزې تړانګې کښې د غاصب صهيونيسټ رژيم نسل وژنې ته په وخت ځواب نه ورکول دغه رژيم د ټولې سيمې امنيت له خطر سره مخامخ کړي دي.
په دغه اعلاميه کښې له نړيوالې ټولنې هم غوښتل شوي دي چې په لبنان او فلسطين کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د مخنيوي او د ملکي وګړو د خونديتوب د تضمين لپاره عاجل او مسوولانه اقدامات وکړي.