افغانستانسیمه

پاکستان د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی له دندې ګوښه کړ

پاکستاني دان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د افغانستان په چارو کې د اسلام اباد د تګلارې په اړه د اختلافاتو له امله د افغانستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړی دی.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، درانی تېره درېنۍ له خپلې دندې ګوښه شو.

درانی د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا د هواري په هیله د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي له امله د اسلام اباد او کابل اړیکې خړې پړې شوې دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دا بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوي دي، خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د پاکستان د “امنیتي ناکامۍ” مسوول نه دی.

ډان ورځپاڼې لیکلي، که څه هم درانی د افغان مسافرو لپاره د ویزې د لازمي کولو پلوي و، خو له اسنادو پرته د افغانانو د ډله ییز ګوښه کول مخالف و، ځکه د ده په وینا دا کار به د پاکستان پر پوله ترتیب ناوړه اغېز به خراب کړي او د اسلامي امارت دریځ ډیر ستونزمن وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button