افغانستانسیمه

د پاکستان او تاجکستان چارواکو د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان، په مسکو کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو د څانګې له مشر، سرور بختي، سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

دغه لیدنه د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» د مشورتي غونډې له جوړېدو مخکې ترسره شوې ده، چې په ترڅ کې یې په کابل او مسکو کې د پاکستان سفیرانو هم ګډون کړی و.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان اړوند د وروستیو تحولاتو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button