د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیتی مشر مایکل مک کال ویلي چې د جو بایدن حکومت باید په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايی همکارانو مسوولیت په غاړه واخلی او له دغه هیواده د وتلو قربانیانو ته درناوی وکړي.
مایکل مک کال له افغانستان د امریکايی پوځیانو وتل د جوبایدن له خوا یوه خپلسري پرېکړه بللې ده.