په پاکستان کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې له امله ۳۵ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په کرم اجنسی کې د پولیسو چارواکو اعلان کړی چې جګړه پنځه ورځې وړاندې پیل شوې او د پای ته رسولو لپاره یې د حکومت هڅې لا هم بریالۍ نه دي.
جيو نيوز پاکستان د يکشنبې په ورځ (د زمری ۷ مه) د پوليسو او ځايي سرچينو په حواله راپور ورکړ چې دغه شخړه د خيبر پښتونخوا په پاړه چنار ولسوالۍ کې د بوشهره او ملک خیل د ګاونډيو کليو د دوو قومونو ترمنځ شوې ده.
دپوليسو او سيمه ييزو سرچينو دڅرګندونو له مخې: په دغو شخړو کې دوه قومونه سپکې او درنې وسلې کاروي او د دغې جګړې د پاى ته رسولو لپاره د دولت او قومي جرګې هلې ځلې تراوسه بريالۍ نه دي
ويل کيږي چې دغه شخړه د زمری په دريمه نيټه هغه وخت پيل شوه چې يوه وسله وال په هغه هيئت ډزې وکړې چې د ځمکې د شخړې د هواري لپاره دغې سيمې ته تللى و.
د پاکستان پاراچنار سیمه له افغانستان سره پولې ته څېرمه پرته ده او تل د جعفری او حنفی مذهبونو د پیروانو ترمنځ د خونړیو مذهبی جګړو شاهد ده.