افغانستانسیمهنړۍ

د امریکا غبرگون د سراج الدین حقانی د سفر په اړه عربی متحده امارت ته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقانی د سفر په اړه متحده عربی امارتو ته غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي، هېوادونه باید د اسلامي امارت د چارواکو د سفر بندیز ته درناوی وکړي.

ابوظبۍ ته د حقاني د سفر په اړه ښاغلي میلر د چهارشنبی په ورځ (دغبرگولی ۱۶ مه) وویل چې هېوادونه باید د اسلامي امارت د هغو چارواکو د سفر اجازه واخلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي.

هغه زیاته کړه چې دا اجازه د سفر د معافیت ترلاسه کولو پروسې له لارې ترلاسه کیږي لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیتی په 1988 پریکړه کې مشخص شوي.

ښاغلی حقانی د سه شنبې په ورځ (دغبرگولی ۱۵مه) ابوظبی ته په سفر ولاړ او هلته یې د متحده عربی اماراتو د امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button