د سپوتنیک د راپور له مخې، د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړیوالو خبري اژانسونو له مدیرانو سره په کتنه کې وویل: لویدیځوال په دوامداره توګه هڅه کوي چې روسیه د اتومی بټۍ په فشارولو تورنه کړي ،خو داسې نه ده او له دغه ډول وسلو د نه کارولو غوښتنه يې وکړه.
پوتین د اتومی اصولو په اړه وویل: د ګواښ په صورت کې، د روسیی فدراسیون د ټولو موجودو وسایلو کارول ممکنه ګڼي.








