نړۍ

واشنګټن پوسټ: ایران د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو د ملاتړ لپاره له سټارلېنک څخه کار اخیستی دی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نومبر په ۲۸مه په یوه راپور کې، د پوځي عملیاتو له بهیر څخه د څلورو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې ایران له امریکا او صهیونیستي رژیم سره د جګړې په لومړیو ورځو کې د سټارلېنک سپوږمکيز انټرنېټي خدمتونو څخه د خپلو ځواکونو د قوماندې او کنټرول د اړیکو او همدارنګه د برید کوونکو بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو د څارنې لپاره کار اخیستی دی.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په یوه محرمانه راپور کې، چې د روان کال په اوړي کې د دغه هېواد د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ ته وړاندې شوی و، د ایران له لوري د دې ټکنالوژۍ کارولو ته اشاره شوې ده؛ خو د پنټاګون ویاند ویلي، چې د داسې راپور له شتون څخه خبر نه دی.

واشنګټن پوسټ همدارنګه راپور ورکړی، چې د سپېس‌اېکس شرکت مشر ایلان ماسک، د ایران له لوري د سټارلېنک د ناڅاپي کارونې له خبرتیا وروسته غوسه شوی دی؛ نوموړی په ورته وخت کې د امریکا د پوځ له لوري د دې سیسټم د پوځي بڼې، چې «سټارشیلډ» نومېږي، د کارولو په اړه هم ناخوښ و؛ ځکه دغه سیسټم د ځمکنیو عملیاتو لپاره د ارزانه طرحې پر بنسټ د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول په موخه کارول کېده.

 د دې راپور له مخې، سپېس‌اېکس شرکت له دغو پېښو وروسته د سټارلېنک دستګاوو پر پلور او فعالولو نوي محدودیتونه لګولي او د دغو خدمتونو د غیرمستقیم پلور پروګرام یې هم درولی دی؛ د سپېس‌اېکس شرکت او ایلان ماسک د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نظر غوښتنې په اړه ځواب نه دی ورکړی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button