امریکا د داعش خراسان د مشرانو په اړه د مد امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو په اړه د معلوماتو لپاره د عدالت د انعام پروګرام لاندې تر ۱۸ ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کړی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، امریکا د داعش خراسان د مشر ثناالله غفاري، چې د “شهاب المهاجر” په نوم پیژندل کیږي، په اړه د معلوماتو لپاره تر ۸ ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کړی دی.
امریکا ادعا کړې چې غفاري په خراسان کې د داعش د عملیاتو د واک ورکولو او د دې ډلې د فعالیتونو لپاره د مالي سرچینو چمتو کولو مسؤل دی.
د داعش د خراسان د بل مشر عبیدالله په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیون ډالرو پورې انعام هم وړاندیز شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې عبیدالله د مالي فعالیتونو د مدیریت، د عملیاتو پلان کولو او د هغو ډلو د رهبري کولو مسؤل دی چې په داعش خراسان کې بریدونه ترسره کوي.
#امریکا #داعش_خراسان #ترهګري #د_ترهګرۍ سره مبارزه








