سیمه
نتانیاهو د حماس د اقتصادي او ښوونیزې برخې د مسوول خالد ابو ندا د وژل کېدو خبر ورکړ
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې، چې د دغه رژیم پوځ تېره شپه د غزې په تړانګه کې د حماس غورځنګ د اقتصادي او ښوونیزې برخې مسوول خالد ابو ندا وژلی دی.
نتانیاهو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې د حماس غورځنګ شاوخوا ۸۰ غړي وژل شوي او د دغه رژیم ځواکونه به د دې ډلې د غړو او مشرانو تعقیب او په نښه کولو ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د حماس هېڅ غړی به د صهیونیستي رژیم له بریدونو خوندي پاتې نه شي او د نوموړي په وینا، دغه رژیم د خپلو وګړو د امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو مخالفینو تعقیب ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې، فلسطیني رسنیو هم د دیرالبلح په سیمه کې پر یوه استوګنیز اپارتمان د هوايي برید په پایله کې د خالد ابو ندا د شهادت خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، د هغه مېرمن هم په دغه برید کې شهیده شوې ده.







