د ۳۶۵ شخړو حل، د جادوګرۍ په تور د ۴۹ کسانو نیول او د ۵۲۷ شکایتونو ثبت
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وايي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ترڅ کې یې ۳۶۵ کورنۍ، قومي او سیمهییزې شخړې او دښمنۍ حل کړې او د جادوګرۍ په تور یې ۴۹ کسان نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا، له حل شویو شخړو څخه ۵۴ یې پخوانۍ دښمنۍ او ۳۱۱ نورې کورنۍ او قومي شخړې وې، چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ په سوله او پخلاینه پای ته رسېدلې دي. همدارنګه نیول شوي کسان د څېړنو او شرعي او قانوني پرېکړو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه د ۳ زره او ۲۳۴ اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو او له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره د یو زر او ۴۲۳ غونډو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د شکایتونو د څېړلو په برخه کې د هېوادوالو ۵۲۷ شکایتونه ثبت شوي، چې ۸۳ ته یې رسېدنه شوې او ۲۵ نور اړوندو ادارو ته لېږل شوي دي؛ پاتې شکایتونه لا هم تر څېړنې لاندې دي.








