افغانستانسیمه

د پاکستان پخواني سفیر له پوځي چلند څخه د لاس اخیستو او له کابل سره د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې

 په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له اسلام‌اباد غوښتي، چې له کابل سره په خپله تګلاره کې د پوځي لارې د کارولو پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همکارۍ لاره خپله کړي.

 نوموړي همدارنګه د سرحدي بندرونو پر بیا پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د امنیتي اندېښنو د څېړلو لپاره د یوه ګډ میکانېزم پر جوړولو ټینګار کړی دی.

 د خان په وینا، پاکستان او افغانستان باید د ترینګلتیاوو د دوام پر ځای، د اختلافاتو د حل او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي لپاره له ډیپلوماتیکو او اقتصادي فرصتونو او سیمه‌ییزو همکاریو ګټه واخلی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button