د پاکستان د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، د دغه هېواد د حکومت د عمومي او تضمین شویو پورونو ټولیزه کچه په یوه کال کې د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې په پای کې له ۸۴.۸ ټریلیونه روپیو څخه د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې تر پایه ۹۰.۹۸ ټریلیونه روپیو ته لوړه شوې ده.
دغه شمېرې د ۲۰۲۷ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې د پاکستان د پورونو د پایښت په راپور کې خپرې شوې دي.
د پورونو د کچې له زیاتوالي سره سره، د پاکستان د ناخالص کورني تولید په پرتله د عمومي او تضمین شویو پورونو کچه له ۷۴.۳ سلنې څخه ۷۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.








