نړیوال بانک په منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان کې د ۲۱ هېوادونو د عامه ډیجیټلي زېربناوو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان د ډیجیټلي پېژندپاڼې، برېښنايي تادیاتو او معلوماتو د تبادلې په برخو کې له جدي کمښتونو او ستونزو سره مخ دی.
د دغه راپور له مخې، له ۲۱ څېړل شویو هېوادونو څخه یوازې ۱۲ یې د چټک تادیاتي سیستمونه لري؛ خو افغانستان، سوریه، لبنان او یمن د جګړو او بېثباتۍ له امله د ډیجیټلي زېربناوو له کمزورتیا او زیانونو سره مخ دي.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت مالي خدمتونو، سوداګریزو فرصتونو او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی او د ډیجیټلي امکاناتو د اغېزمنې ګټې اخیستنې مخه یې نیولې ده








