حافظ عبدالباقي مقیم، د امارتي ملي بس شرکت اجرائیوي رییس، چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د شانګهای آوما معلوماتي ټکنالوژۍ خدماتي شرکت او د چین د انجنیري اتحادیې شرکت (CCES-UPTB) له مسوولانو سره لیدلي او د ترانسپورټي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
په دغو لیدنو کې دواړو لورو د تخنیکي فعالیتونو، نوښت، پرمختللو ترانسپورټي ټکنالوژیو او انجنیري برخو کې د همکاریو په اړه بحث کړی دی. د چینايي CCES-UPTB شرکت مسوولانو هم د خپل عملیاتي او کنټرول مرکز وړتیاوې معرفي کړې، چې د شانګهای ښار د عامه ترانسپورټي بسونو د څارنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د چینايي مسوولانو په وینا، دغه سیستم د فعالو او درېدلو بسونو شمېر، د برېښنايي بسونو د چارج کچه، د مسافرو شمېر، د موټرچلوونکو چلند، ترافیکي پېښې او په بېلابېلو لارو کې د بسونو اړتیا په دوامداره توګه څاري.







