د چین ولسمشر شي جینپینګ د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) د اقتصادي مشرانو په عمومي غونډه کې، چې د شنژن په ښار کې جوړه شوې وه، د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو او د سیمې د اقتصادونو له نویو فرصتونو او ننګونو سره پر عیارولو ټینګار وکړ.
نوموړي د نوښت د یوه چاپېریال پر رامنځته کولو، په بېلابېلو برخو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې پر پراختیا، د ډیجیټلي بنسټونو پر پیاوړتیا، د معلوماتو پر مدیریت او د پولو هاخوا د معلوماتو د خوندي لېږد پر تضمین ټینګار وکړ.
د چین ولسمشر همدارنګه په اسیا او ارام سمندر سیمه کې د سوداګریزو او سیاحتي سفرونو پر اسانتیا، د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا او د ځوانو استعدادونو ترمنځ د تبادلې پر پراختیا ټینګار وکړ.
شي جینپینګ اعلان وکړ، چې چین به د اپېک سازمان د عملي همکاریو د ملاتړ لپاره ۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.








