افغانستان

په کابل کې د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د پایلو په اړه علمي کنفرانس پیلېږي

 د لوړو زده‌کړو وزارت په ټولنیزه شبکه ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د پایلو په اړه علمي او څېړنیز کنفرانس به تر لږو شېبو وروسته د کابل پوهنتون کې پیل شي.

 دغه کنفرانس د لوړو زده‌کړو وزارت په مشرۍ او د وردګو پوهنتون له لوري جوړېږي چې په کې به د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو شرعي، ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي او کلتوري پایلې وڅېړل شي.

 د دغه وزارت په وینا، په دې کنفرانس کې به زرګونه دیني عالمان، د پوهنتونونو استادان، څېړونکي او د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button