د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټور د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس او ګډو ناستو په پایله کې د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت د سوداګرۍ ۱۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه هوکړهلیکونه د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو هوکړو کې افغانستان ته د درملو، غنمو، اوړو او غوړیو واردات او روسیې ته د تازه مېوو، په ځانګړي ډول د افغانستان د انارو صادرات شامل دي.
د دواړو هېوادونو په سوداګریزو ناستو کې د کانونو او فلزاتو، ترانسپورټ او لوژستیک، بنسټیزو پروژو، غالیو، پنبې، درمل جوړونې، لمریزې انرژۍ، کرنې، خوراکي توکو د تولید او کرنیزو ماشینآلاتو برخې هم تر بحث لاندې نیول شوې دي.
#افغانستان #روسیه #سوداګري #پانګونه #صادرات #واردات #اقتصاد








