سیمه

د هرمز په تنګي کې پر یوه نفت‌لېږدوونکې بېړۍ امنیتي پېښه شوې

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې د چهارشنبې په سهار (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲۰مه) د هغو راپورونو د ترلاسه کولو خبر ورکړی، چې د هرمز په تنګي کې د یوې نفت‌لېږدوونکې بېړۍ د امنیتي پېښې په اړه دي.

دې ادارې ویلي، چې د بېړۍ د عملې وضعیت، اوښتي زیانونه او د پېښې احتمالي چاپېریالي پایلې لا هم نه دي روښانه شوې.

په خپره شوې خبرپاڼه کې له هغو بېړیو غوښتل شوي، چې د پېښې سیمې ته نږدې دي، په احتیاط تګ راتګ وکړي او هر ډول مشکوکه پېښه راپور کړي. ځینو سرچینو د دې خبرپاڼې په اړه ویلي، چې د هرمز تنګي د پېښو په تړاو د دې ادارې تر ټولو مبهمه اعلامیه ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button