سیمهنړۍ

 ټرمپ: له ایران سره جګړه په عملي توګه پای ته رسېدلې؛ روبیو د هرمز تنګي د کنټرولولو لپاره د تهران له هڅو خبرداری ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له خپل قطري سیال سره تر خبرو وروسته اعلان کړی، چې له ایران سره جګړه د پوځي پلوه «په عملي توګه پای ته رسېدلې» او په اوسنیو شرایطو کې پر دغه هېواد د امریکا د بریدونو د بیا پیل احتمال ډېر کم دی.

ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې پرمختګونو ته په اشارې ټینګار کړی، چې امریکا او د سیمې هېوادونه به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ادعا کړې، چې ایران هڅه کوي د هرمز تنګي دایمي کنټرول ترلاسه کړي او له هغو بېړیو څخه د تګ راتګ لګښت واخلي، چې له دغه سمندري دهلېز څخه تېرېږي.

روبیو د ایران پر وړاندې د عملیاتو پر مهال د امریکا ځینو تېروتنو ته په اشارې ویلي، چې واشنګټن په یوازې ځان د داسې اقدام د مخنیوي توان نه لري او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې د دغه سناریو د مخنیوي لپاره له امریکا سره همکاري وکړي.

ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/38102?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button