افغانستان

په کابل کې د امارتي ادارو ویاندویانو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د امارتي ادارو د ویاندویانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو درې ورځنی ورکشاپ، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لوري د خبریالانو د ملاتړ کوونکو بنسټونو په همکارۍ جوړ شوی و، د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې پای ته ورسېد.

په دې پروګرام کې د ویاندویۍ اصول، د خبر لیکل، د خبري غونډو مدیریت، له خبریالانو سره تعامل، رسنیز ځواب ویلو او د ټولنیزو شبکو او مصنوعي ځیرکتیا مسلکي کارونې په اړه روزنه ورکړل شوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس نعیم‌الحق حقاني د دې پروګرام موخه د ویاندویانو د مهارتونو لوړول او د معلوماتو رسولو بهیر ښه کول وبلل.

دغه ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق‌لیکونو په وېشلو او استادانو او همکارو بنسټونو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button