د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمې پر بدلونونو خبرې کړې دي. پوتین په دې لیدنه کې د سیمې وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو یې ټینګار کړی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پزشکیان مسکو ته د خپل سفر په پای کې ویلي چې په دې لیدنه کې د تېلو، ګاز، ترانسپورټ، کرنې، صنعت او امنیتي مسایلو په برخو کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو مثبتې خبرې شوې دي.
پوتین هم ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د روسیې او ایران ترمنځ سوداګري ۱۰.۴ سلنه زیاته شوې او د بوشهر د اټومي برېښناکوټ د جوړولو چارې روانې دي. هغه همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او بشري اړیکو د پراختیا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د روسیې په پوهنتونونو کې د ایراني محصلینو شمېر نږدې ۱۰ زرو ته رسېدلی دی.
پزشکیان د دغه سفر په ترڅ کې د ګاز صادروونکو هېوادونو د فورم په اتمه سرمشریزه غونډه کې هم ګډون کړی او د قطر له امیر سره یې لیدلي دي.







