افغانستانسپورت

د فیفا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال په نړیوال جشنواره کې د افغانستان د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې د سوډان پر وړاندې بریا

د افغانستان د ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د فیفا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوالې جشنوارې د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې سوډان ته ۳-۱ ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله درېیمه بریا ثبت کړه؛ د هېواد ځوانو ملي لوبغاړو تر دې وړاندې هم د سیرالیون او جیبوتي پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړې وې.

افغانستان د ګروپي پړاو سیالۍ د درېیو بریاوو، دوو ماتو او ۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره، په خپله شپږ کسیزه ډله کې درېیم مقام خپل کړ. د فوټبال‌نامه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه لوبډله به د سیالیو په دوام کې د نورو ګروپونو د درېیم مقام له ګټونکو لوبډلو سره مخامخ شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button