په مشهد کې د افغانستان د قونسلگری د کارکوونکو د بدلون په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په هر قونسلگری پوست کې د کارکوونکو ګمارنه او بدلون د افغانستان د حکومت مسوولیت دی ،مگر هغه باید د ټاکلو لارو له لارې معرفي شي او د کوربه دولت له تایید او ویزې ترلاسه کولو وروسته کوربه هیواد ته داخل شي.
ناصر کنعانی خبریالانو ته وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې عمومی مدیر دغه موضوع په تهران کې د افغانستان د سفارت مشر ته مطرح کړې او دغه موضوع یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نورو چارواکو ته هم سپارلې ده.
ښاغلي کنعانی زیاته کړه، تهران د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه هیله لري چې د ۱۹۶۳ کال د ویانا له کنوانسیون سره سم او د نړیوالو پېژندل شویو میتودونو پر بنسټ د خپلو قونسلګریو په کارکوونکو کې هر ډول بدلون راولي.