سیمهنړۍ

د متحده عربي اماراتو لوړپوړې ډیپلوماتې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي کېدو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه

د متحده عربي اماراتو لوړپوړې ډیپلوماتې، لانا نسیبه، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د راتلونکي عمومي منشي د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د دغې اماراتۍ ډیپلوماتې په سیالۍ کې له ګډون سره د منځني ختیځ یوه نوموتې نومانده هم د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څوکۍ لپاره د نوماندانو له ډلې سره یوځای شوې ده. په دې سیالۍ کې د امنیت شورا ځواکمن غړي تر اوسه د یوه نوماند پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.

نسیبه چې تر یوې لسیزې ډېر وخت یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د سفیرې په توګه دنده ترسره کړې، رویټرز ته ویلي چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدو په شرایطو کې به هڅه وکړي، څو د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لپاره د یوه بنسټ په توګه د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button