د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیز شبکه Truth Social کې ادعا وکړه چې هغه پریکړه کړې چې د ایران په وړاندې د وروستیو ګواښونو وروسته برید ودروي.
ټرمپ، د امریکا د پوځي ځواک ستاینه وکړه، ادعا یې وکړه چې ایران او ځینو سیمه ایزو هیوادونو د یوې موافقې په چوکاټ کې د هر ډول بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده.
هغه دا هم ادعا وکړه چې د هرمز تنګي سمدستي بیا پرانیستل او د هغه څه پای ته رسول چې هغه یې “د ایران اټومي ګواښ” بولي د دې تفاهم له ستنو څخه دي، او زیاته یې کړه چې د “د نړۍ د راتلونکي ګټو” او “د بریالي او سوکاله ایران د بقا” لپاره، هغه موافقه وکړه چې برید ودروي، په دې شرط چې ژر تر ژره یوه موافقه وشي.
#امریکا #ایران #ډونالډ_ټرمپ #سفیر_ټی وی








