د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل قزاقستاني سیال سره په لیدنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې له نوښتونو، په ځانګړې توګه د ابراهیم تړونونو څخه د قزاقستان د ملاتړ له امله مننه کړې ده؛ هغه تړونونه چې د ځینو عربي هېوادونو او د اسرائیلو د رژیم ترمنځ یې د اړیکو عادي کولو ته لاره هواره کړې ده.
د منځني ختیځ اړوند نوښتونو د ملاتړ لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د هڅولو په موخه د واشنګټن هڅې ښايي د منتقدینو له لوري د امریکا د نفوذ د پراختیا او د سیمې په سیاسي معادلو کې د لاسوهنې په توګه تعبیر شي.
روبیو همداراز د امریکا او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا او د «C5+1» ډیپلوماټیک چوکاټ له لارې د تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.







