افغانستان

مولوي مهرالله حماد د پکتیکا د نوي والي په توګه معرفي شو

د پکتیکا نوی والي مولوي مهرالله حماد په هغه مراسمو کې معرفي شو، چې د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د بېلابېلو ادارو د مسوولینو او د یاد ولایت د یو شمېر اوسېدونکو په ګډون جوړ شوي وو.

مولوي محمد نبي عمري په دې مراسمو کې د عفوې پر عملي کولو ټینګار وکړ او په یاد ولایت کې یې د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو ستاینه وکړه.

د پکتیکا پخواني والي مولوي عبدالخالق عابد د خپلې دندې د دورې د کړنو په اړه خبرې وکړې او مولوي مهرالله حماد ژمنه وکړه، چې د خلکو په همغږۍ به د ولایت چارې پر مخ وړي.

د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخې، مولوي عبدالخالق عابد له پکتیکا څخه پکتیا او مولوي مهرالله حماد له پکتیا څخه پکتیکا ته د والیانو په توګه تبدیل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button