نړۍ
په فرانسه کې د لاریونونو پر مهال اورلګېدنه؛ د لیموژ ښاروالۍ تاریخي ودانۍ نړېدلې او ۱۲۰۰ کسان نیول شوي دي
د فرانسې خبري اژانس د دغه هېواد د لومړي وزیر په حواله راپور ورکړی، چې د شنبې ورځې د لاریونونو پر مهال شاوخوا ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او د پولیسو ۱۵۰ کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په همدې وخت کې، راپورونه ښيي چې د فرانسې د لیموژ ښار د ښاروالۍ ۱۴۳ کلنه تاریخي ودانۍ، د لاریونونو له امله د اورلګېدنې وروسته نړېدلې ده. د دې پېښې د نورو جزئیاتو او احتمالي زیانونو کچه لا هم روښانه نه ده.
په فرانسه کې پراخ لاریونونه د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي، اقتصادي نابرابرۍ او د عامه خدمتونو د وضعیت په غبرګون کې ترسره شول، چې په څو ښارونو کې په نښتو واوښتل.
د فرانسې حکومت په دغو غونډو کې د ګډونوالو شمېر شاوخوا ۵۵۰ زره تنه ښودلی، په داسې حال کې چې د لاریونونو تنظیموونکو د معترضینو شمېر ۸۰۰ زره تنه اټکل کړی دی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








