نړۍ

د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ؛ له ۲.۸ میلیاردو ډېر کسان د نامناسبو استوګنځایونو له ستونزې سره مخ دي

نن، د اکتوبر ۱۷مه، د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. سږ کال دا ورځ د «ټولو لپاره خوندي استوګنځای» تر شعار لاندې نمانځل کېږي؛ هغه شعار چې خوندي او مناسب استوګنځای ته د لاسرسي او د بشري حقونو او انساني کرامت د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کوي.

ملګري ملتونه وايي، اوس مهال د نړۍ په کچه له ۲.۸ میلیاردو ډېر کسان د نامناسبو استوګنځایونو له ستونزې سره مخ دي او بېوزله کسان د نورو په پرتله له دې وضعیت څخه ډېر زیان ویني.

دغه سازمان ټینګار کوي چې د بېوزلۍ له منځه وړل د بشري حقونو له خوندیتوب، د انساني کرامت له ساتنې او د سولې له ټینګښت سره نږدې اړیکه لري.

دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان اېګلنډ په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان نږدې درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button