«سيبياېس نیوز» شبکې د درېیو امریکايي پوځیانو د څرګندونو پر بنسټ راپور ورکړی چې د جګړې په لومړیو ورځو کې د ایران اف-۵ جنګي الوتکو پر بوهرینګ اډې برید کړی؛ دغه اډه په پرمختللو راداري او هوايي دفاعي سیستمونو سمبال ده.
تر دې وړاندې «اېنبيسي نیوز» هم د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې یوې ایراني اف-۵ الوتکې پر دغې اډې بمباري کړې ده.
یوه عیني شاهد په خپله څرګندونه کې ویلي چې جنګي الوتکو له امریکايي ځواکونو څخه په ډېرې نږدې واټن کې الوتنه کړې او پر سیمې له برید وروسته یې سمدستي سیمه پرېښې ده.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.







