افغانستاننړۍ

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې غونډه په نیویارک کې ترسره کېږي

د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د تماس ډلې غونډه به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي، اسماعیل ولد الشیخ احمد، د دغه سازمان د یوه لوړپوړي پلاوي مشري کوي چې د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د ګډون ترڅنګ به د غړو هېوادونو د پلاوو له مشرانو، د ملګرو ملتونو له لوړپوړو چارواکو او د نورو نړیوالو بنسټونو له استازو سره هم لیدنې ولري.

دغه سازمان به د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د همغږۍ کلنۍ غونډه هم د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره کړي او څو د تماس ډلې او تخصصي کمېټې به هم د دغو غونډو په څنډه کې ناستې ولري.

د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې د فلسطین، د مسلمانانو د لږکیو، د اروپا د سیمه‌ییزو مسایلو، جمو او کشمیر، روهینګیايي مسلمانانو او افغانستان په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه فعالیت کوي.

اسلامي همکاریو سازمان تر اوسه د افغانستان په اړه د تماس ډلې د غونډې د ترسره کېدو مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button