نړۍ

اسرائیلي رسنۍ: مصر به خپلې رافال جنګي الوتکې په پرمختللو «میتیور» توغندیو سمبالې کړي

اسرائیلي «ناتسیف نت» ویب‌پاڼې راپور ورکړی چې مصر د فرانسې له لوري جوړ شوي د «میتیور» هوا ـ هوا اوږد واټن ویشتونکي توغندي د خپلو رافال جنګي الوتکو لپاره ترلاسه کړي دي؛ د دې رسنۍ په وینا، دا اقدام کولی شي په سیمه کې د هوايي ځواک پر توازن اغېز وکړي.

د راپور له مخې، امریکا د څو لسیزو لپاره مصر ته د اوږد واټن هوا ـ هوا توغندیو له پلورلو ډډه کړې وه، څو په سیمه کې د اسرائیلو کیفي برتري وساتل شي؛ خو فرانسې له قاهرې سره د پوځي همکاریو په چوکاټ کې د میتیور توغندیو پلور تعقیب کړی دی.

میتیور د اروپا له اوږد واټن ویشتونکو هوا ـ هوا توغندیو څخه دی چې د رم‌جټ انجن په کارولو سره د ۱۰۰ کیلومترو څخه په زیات واټن کې د اهدافو د په نښه کولو وړتیا لري. مصر هم په وروستیو کلونو کې د رافال جنګي الوتکو په پېرلو سره د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا په حال کې دی.

ناتسیف نت دغه بدلون د مصر په وسلو د پېرلو په پالیسۍ کې د بدلون او د وسلو د پېرلو د سرچینو د تنوع نښه بللې او لیکلي یې دي چې اسرائیل ښايي د خپل هوايي برترۍ د ساتلو لپاره د خپلو جنګي الوتکو، برېښنايي جګړې سیسټمونو او د امریکا جوړو هوا ـ هوا توغندیو پیاوړتیا ته مخه کړي.

دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې په منځني ختیځ کې د پاریس د سیاستونو له امله د فرانسې او اسرائیلو اړیکې له ځینو اختلافونو سره مخ دي؛ په راپور کې همداراز ویل شوي چې مصر په تېرو کلونو کې د خپلو وسلو د برابرولو سرچینې د فرانسې، روسیې، جرمني او ایټالیا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ متنوعې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button