د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم له بشري حقونو، اقتصادي، بشري او امنیتي ننګونو سره مخ دی.
په راپور کې راغلي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه له هغو مهمو خنډونو څخه دي، چې د افغانستان لپاره د نړیوالو ملاتړ د زیاتېدو مخه نیسي.
د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او له هرو درې افغانانو څخه یو یې له سختې غذایي ناامنۍ سره مخ دی.
ملګرو ملتونو همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو، د بشري مرستو د بودجې د کموالي او د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.








