ډیپلوماتیکې سرچینې وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ (۱۴۰۵ کال د سنبلې ۲۴مه) په یوه بېړنۍ ناسته کې د بابالمندب تنګي شاوخوا وروستي تحولات وڅېړي.
الجزیرې شبکې د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه ناسته د یمن په ساحلي سیمو کې د وروستیو تحولاتو او د بابالمندب تنګي د وضعیت له امله ترسره کېږي.
هممهاله، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی، چې د هرمز په تنګي کې د ګډوډۍ دوام کولی شي د روان کال په دویمه نیمایي او تر ۲۰۲۷ کال پورې د نړۍ د خوړو پر تولید او عرضه اغېز وکړي.
د FAO د تحلیل له مخې، د هرمز تنګي بحران کولی شي د خوړو د بیو د لوړېدو او په هغو هېوادونو او سیمو کې د لوږې د زیاتېدو لامل شي چې له وړاندې له اوږدمهاله یا سختو خوړو بحرانونو سره مخ دي.








