افغانستاننړۍ

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله چین ته روانه شوه

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله د شنبې ورځې سهار (د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي ۲۱مه) د سوک‌وهنې د څلورم نړیوال فستیوال په سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته روانه شوه.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان اووه سوک‌وهونکي، له دوو روزونکو او مل پلاوي سره یوځای، د هېواد په استازیتوب ګډون وکړي.

دغه فستیوال نړیوالې سیالۍ او تمریناتي کمپ په بر کې نیسي او د روان میلادي کال د سپټمبر له ۱۴مې تر ۳۰مې نېټې پورې به د چین په کوربه‌توب ترسره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button