افغانستان

د کابل په بګرامۍ کې له ۶۹ جریبه ډېره ځمکه دولتي ملکیت ثابت شو

د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي وايي، د ځمکو د غصب قضیو ته د رسېدنې د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، د کابل ولایت د بګرامۍ ولسوالۍ په «احسان مینې» ښارګوټي کې ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه دولتي ملکیت تثبیت شوې ده.

د رسولي په وینا، دغه پرېکړه وروسته له هغې صادره شوې چې د مرکز زون د ځمکو د غصب قضیو ته د رسېدنې محکمې له لوري په یاد ښارګوټي کې ټولټال ۳۶۴ جریبه ځمکه وڅېړل شوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button