د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست رییس ډاکټر شعیب بریالی او د اندونیزیا د پانګونې مرستیال وزیر مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د پانګونې مرستیال وزیر فجر عثمان سره ولیدل.
د غونډې په جریان کې، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د پانګونې اړیکو او همکارۍ پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
دواړو خواوو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په ګډه همغږۍ او دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.
#افغانستان #اندونیزیا #پانګه اچونه #اقتصاد #خصوصي_سکتور #همکاري #سفیر_ټی وی








