د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند اعلان کړی چې هېواد یې له قطر سره د قونسلي همکاریو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د کاناډايي وګړو د پېچلو قضیو د څېړلو په موخه یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د رسمي اعلامیې له مخې، دغه هوکړهلیک د دوهاړخیزو پانګونو د هڅونې او ملاتړ په موخه له یوه جلا هوکړهلیک سره یوځای، په اوتاوا کې د کاناډا او قطر ترمنځ د لومړنۍ ستراتیژیکې خبرې اترې پر مهال لاسلیک شوی دی. د پانګونې هوکړهلیک به له عملي کېدو وروسته د کاناډايي پانګوالو لپاره د قطر بازار ته د لاسرسي وړاندوینه کېدونکې او پراخې لارې برابرې کړي.
انند د سیمهییز منځګړیتوب په برخه کې د قطر د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه هوکړې به اقتصادي همکاري او په افغانستان کې د کاناډايي وګړو د مرستې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي







