نړۍ
د کار نړیوال سازمان د کار په چاپېریال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه
د کار نړیوال سازمان عمومي رییس ګیلبرټ هونګبو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت، د کار په چاپېریال کې د تاوتریخوالي او ځورونې د پای ته رسولو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په ټوله نړۍ کې نږدې له هرو پنځو کارکوونکو څخه یوه د تاوتریخوالي او ځورونې تجربه لري؛ خو یوازې نیمایي زیانمن شوي کسان په دې اړه خبرې کوي.
هونګبو د کار نړیوال سازمان د ۱۹۰مې ګڼې کنوانسیون تصویب ته په اشارې سره، چې ۵۸ هېوادونو تصویب کړی، له نورو هېوادونو هم غوښتي چې دغه کنوانسیون تصویب او عملي کری.








