نړۍ

د کینیا د یوې مذهبي ډلې مشر په ۱۹۰ ماشومانو د وژلو په تور په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د کینیا په ختیځ کې د یوې مذهبي ډلې مشر پاول مکینزي، د ۱۹۰ ماشومانو د وژلو په تور په ۲۰۰ کاله بند محکوم شوی دی.

مکینزي خپلو پلویانو ته امر کړی و، چې له خوړو ډډه وکړي او خپل ماشومان هم له خوړو بې‌برخې کړي، څو د نړۍ تر پای ته رسېدو مخکې جنت ته ولاړ شي.

محکمې نوموړی د لوږې له لارې د وژنې په تور په ۱۰۰ کاله او د قصدي وژنې په تور په نورو ۱۰۰ کلونو بند محکوم کړی دی. د هغه ۲۸ همکاران هم له ۱۰ څخه تر ۱۶۰ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

رویټرز لیکلي، چې اټکل کېږي په دې پېښه کې نږدې ۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button