د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې؛ ډیموکراتانو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې
د ډیموکراټ ګوند نوماند جېمز تالاریکو د ټکساس ایالت د مشرانو جرګې ته د لار موندلو په ټاکنیزه سیالۍ کې بریا خپله کړه او هغه څوکۍ یې چې مخکې د جمهوري غوښتونکو په واک کې وه، ډیموکراتانو ته وسپارله؛ د راپورونو له مخې، نوموړی له ۱۹۸۸ کال راهیسې لومړنی ډیموکراټ نوماند دی چې د ټکساس ایالت د مشرانو جرګې په ټاکنو کې بریا ترلاسه کوي.
دا بریا په داسې حال کې ترلاسه شوې چې ایلان ماسک په دې ټاکنیزه سیالۍ کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند د ملاتړ لپاره تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو ډېر لګښت کړی و.
د امریکا د کانګرس د منځمهالو ټاکنو د تازه اعلان شویو پایلو له مخې، ډیموکراتانو د مشرانو جرګې ۴۷ او جمهوري غوښتونکو ۳۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي؛ په استازو جرګه کې هم ډیموکراتان د ۱۴۷ څوکیو په ترلاسه کولو سره د جمهوري غوښتونکو په پرتله چې ۹۲ څوکۍ لري، مخکې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ویلي، نوم یې د رایې ورکولو په پاڼو کې نه و او که نوماند شوی وای، نو پرېکنده بریا یې ترلاسه کوله.
په همدې حال کې، د فاکس نیوز شبکې یوه ویاند، چې د ټرمپ له مشهورو رسنیو څخه ګڼل کېږي، ویلي چې د ایران پر وړاندې د جګړې پایلو د منځمهالو ټاکنو پر مهال د جمهوري غوښتونکي ګوند په کمزورو پایلو کې ونډه لرلې ده.








